خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، دسلواغې١٥ مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو پر خپرونو کتنه کړې او دغه راپور یې چمتو کړى دى.

د طلوع نيوز خبري سايټ ( په تېرو ٥ میاشتو کې د زړه سوري په ناروغۍ څه د پاسه ۶۰۰ اخته ماشومانو درملنه شوې ده) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په تېرو ٥ میاشتو کې یې په کابل د زړه سوري په ناروغۍ د اخته څه باندې ۶۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده.

د دغه بنسټ د مسوولینو په وینا، د دغو ناروغانو درملنه د کابل په ۶ روغتونونو کې شوې، چې له ډلې یې ۱۸۴ ناروغان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شمېرو له مخې، په دغه بنسټ کې د زړه سوري په ناروغۍ شاوخوا ١١ زره اخته ماشومان ثبت شوي او د هغوى د درملنې لپاره هڅې پيل شوې دي.

د افغان غږ (آوا) خبري سايټ (هند د افغانستان د پرمختګ لپاره ۲۰۰ ميلیونه روپۍ ځانګړې کړې دي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د هند حکومت د ۲۰۲۳ کال په بودجه کې افغانستان ته ۲۰۰ میلیونه روپۍ ځانګړې کړې دي.

د (آوا) خبري آژانس – کابل : په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر استازي سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ هندي رسنیو ته وویل، چې هغوی د هند له دغو مرستو څخه مننه کوي.

د اسپوتنيک خبري سايټ (د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډه به په مارچ میاشت کې په ازبکستان کې جوړه شي) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د اسپوتنيک د خبرله مخې: د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو غونډه په مارچ مياشت کې په ازبکستان کې ترسره کېږي، چې ځانګړي استازي به د دغې غونډې په درشل کې له يو بل سره وګوري.

دغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې د روسيې د جمهور رييس ځانګړي استازي او د بهرنيو چارو په وزارت کې د دويمې ادارې رييس ضمير کابلوف د جمعې په ورځ وکړې.

\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا