ټولنه

حامدکرزی: په سوله او امنیت کې د محرم او عاشورا د ورځې لمانځل یوه ډېره مهمه دیني او ملي مسئله ده

کابل_باختر د لړم د مياشتې ١٤ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د اهل تسنن او اهل تشیع له یو شمېر دیني عالمانو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، آیت الله صالحي او شیخ نعمت الله غفاري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، وې ویل چې د محرم میاشت د یوې سترې انساني او اسلامي حماسې د یادولو میاشت ده چې د بشریت په تاریخ کې تل پاتې او درس ورکوونکې حماسه ده.
آیت الله صالحي له حامدکرزي څخه مننه وکړه، وې ویل: د هغې ځانګړې مینې له امله چې تاسو یې د اهل بیت سره لرئ، تل مو د محرم او عاشورا د لمانځلو مراسمو ته جدي پاملرنه کړې ده او مسوولو مراجعو ته مو لازمې لارښوونې کړې دي
په دې کتنه کې شیخ نعمت الله غفاري د افغانستان د دیني چارو د تنظیم د شورا مصوبه ولوستله او د هېواد له امنیتي ارګانونو څخه  یې وغوښتل چې د محرم او عاشورا د ویر د مراسمو د امنیت د ټینګښت په برخه کې د تېرو کلونو په څېر همکاري وکړي او خپل امنیتي پروګرامونه د دغو مراسمو له جوړونکو سره همغږي کړي.
شیخ نعمت الله غفاري د امنیتي ارګانونو له تېرو همکاریو څخه په مننې د عاشورا د مراسمو د پرځای کولو له ټولو ډلو څخه و غوښتل چې په سړکونو او کوڅو کې دې خلکو ته  له هر ډول مزاحمت څخه ډډه وکړي.
د افغانستان د دیني چارو د تنظیم د شورا په مصوبه کې په دې باندې ټینګار شوی په هغو سیموکې چې د عاشورا مراسم نه پرځای کیږي؛ د دروازو له درولو څخه دې ډډه وشي. د عاشورا د مراسمو د ترسره کولو هیاتونه او ټول ویر کوونکي دې له حساسیت پاروونکو عملونو او هغو حرکتونو څخه چې د ښاریانو د مزاحمت سبب کیږي، ډډه وکړي.
د افغانستان د دیني چارو د تنظیم د شورا په مصوبه کې د هېواد له صوتي او تصویري رسنیو څخه غوښتل شوي دي چې د حسیني عاشورا د مراسمو په ورځوکې دې د هغو پروګرامونو له خپرولو څخه ډډه وکړي چې له دغو مراسمو سره په ټکر کې وي.
جمهوررئیس حامدکرزي په سوله او امنیت کې د محرم او عاشورا د ورځې لمانځل یوه ډیره مهمه دیني او ملي مسئله وبلله، ډاډ یې څرګند کړ چې د هېواد د امنیتي ارګانونو لخوا به د دغو مراسمو امنیت په ښه ډول ونیول شي.
حامدکرزي وویل: له یو مورد پرته په تېرو دولسو کلونوکې د محرم او عاشورا ټول مراسم په ښه ډول ترسره شول او هر کال  ټولو افغانانو په اتفاق او اتحاد سره دغه مراسم ترسره کړي دي.
د هېواد جمهوررئیس وویل: د وړم کال د غمجنې پیښې پر وړاندې د افغانستان ملت شدید غبرګون وښود او دا یې ثابته کړه چې زموږ ملت یو موټی ملت دی.
حامدکرزي وویل: سږکال به هم د محرم او عاشورا مراسم د ښو امنیتي تدبیرونو په نیولو سره ترسره شي او د هېواد امنیتي ارګانونه به د امنیت د ټینګښت لپاره ټولې لازمې کړنې ترسره کړي.
د هېواد جمهوررئیس همدا راز له دیني عالمانو او د مراسمو له جوړونکو څخه و غوښتل چې د پروګرامونو په همغږۍ او د چارو په تنظیم کې له امنیتي ادارو سره همکاري وکړي.
حامدکرزي ډاډ څرګند کړ چې د هېواد امنیتي ځواکونه به شپه او ورځ د خپلو خلکو د امنیت د ټینګښت او خدمت لپاره چمتو و اوسي ترڅو خدای مه کړه د ناامنۍ کومه پیښه رامنځته شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته