خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

 کابل، د کب ۱۴مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو پر خپرونو کتنه کړې او دغه راپور یې چمتو کړى دى.

د طلوع نیوز خبري سایټ د ( په کابل کې د نشه یي توکو پر ضد د همغږۍ غونډه جوړه شوه) تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست مسوولین وايي، تر اوسه د ۴ بهرنيو وګړو په ګډون څه باندې ۵ زره تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

د دغو مسوولينو د څرګندونو له مخې په دغه ولايت کې نږدې ۲ زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوې او د نشه يي توکو د پروسس په لسګونه فابريکې له منځه وړل شوې دي.

د افغان غږ ( آوا) خبري سايټ ( حقاني: د افغانستان سوداګر او کډوال دې بېرته هېواد ته راستانه شي) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي، چې اسلامي امارت د سوداګرو مالي او ځاني خوندیتوب تضمینوي او له همدې امله افغان سوداګر،  صنعت کاران او کډوال باید هېواد ته راستانه شي.

د افغانستان د شفقنا خبري سايټ ( د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د لوړو ګټو پراساس له رسنیو څخه د اسلامي امارت ملاتړ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پرون د اروپايي اتحادیې له پلاوي سره په کتنه کې وویل، چې دغه وزارت په هېواد کې د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د لوړو ګټو په رڼا کې د رسنیو د آزاد کار ملاتړ ته ژمن دی.

\ ذ

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا