امنیت

په کندز کې د شپږو تنو ډار اچوونکو وژل کېدل

کابل /باختردسلواغې دمياشتې ١٩نيټه :                                                           
شپږ تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه د کندز ښارته څېرمه هغه وخت ونښته چې کوماندو ځواکونوپه يوې ډلې طالبانو بريد وکړ .
دکوماندو د ځواکونو يوه قوماندان باختر اژانس ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نوريې ټپيان شوي دي .
ده وويل: پر دغو وسلو وال طالبانو هغه مهال بريد وشو چې په يو لړ وسله والو ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
ويل کېږي په دې جګړه  کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.  
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته