خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

 کابل، د ليندۍ ٦، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د طلوع نيوز خبري سايټ ( په دولتي مرکزونو کې د ډبرو سکرو د وېشلو بهير) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

کابل ښاروالۍ وايي، چې د کابل ښار په ٢٢ ناحيو کې په ټيټه بيه د ډبرو سکرو د وېش بهير د شنبې په ورځ پيل شو.

د کابل ښاروالۍ د مسوولينو د څرګندونو له مخې اوس په ٣٢ مرکزونو کې  د ٤٠٠ زرو ټنو ډبرو سکرو د پلورنې بهير پيل شوی او يو ټن يې په ۹ زره افغانۍ پلورل کېږي.

د اسپوتنيک خبري سايټ ( د ايران مشر:  له امريکا سره خبرې، ستونزه نه حل کوي) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د افغان خبري سايټ (آوا) ( په هرات کې ښځو ته د فن او حرفې ستر نندارتون پرانيستل شو تر عنوان لاندې ليکلي دي.)

د ښځو د فن او حرفي ډېر ستر نندارتون د هرات د کار او ټولنيزو چارو د رياست له خوا پرانيستل شو.

د هرات د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي حافظ  ميرزا محمد ابو منصور وايي چې د دغه نندارتون د جوړولو موخه د ښځو کار ته د بازار موندل دي.

د هرات د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي چې اسلامي امارت د ښځو له کار سره مخالفت نه لري او ښځې هم په اسلامي شرايطو سره د کار حق لري.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا