سیاست

دقوانينو دکميټې غونډه جوړه شوه

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې دقوانينو غونډه پرون  د جمهور رئيس ددويم مرستيال او ددغې کميټې درئيس قانونپوه سرور دانش په    مشرۍ  جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
داجندا له مخې  لومړى دمالي محاسبينو  دقانون دطرحې مسوده  دقوانينو      د کميټې دغړو له خوا وڅيړل شو .
دغه قانون  محاسبينو ته دمحاسبې د جوازليک په صادرولو پورې  داړوندو  چارو دتنظيم ، دمعياري محاسبې  دشفافې زمينې دبرابرولو او دمالي محاسباتو  داعتبار ورکولو  دمعياري کولو په  مقصد په ٢٠ مادو کې برابره او تنظيم شوې ده .
دغونډې دغړو له خوا دکارپوهانه نظريو له وړاندې کولو او خبرو اترو وروسته    دغه قانون دقوانينو دکميټې له خوا تائيد شو او پريکړه وشوه  چې دعدليې وزارت دې ددغه قانون دطرحې پړاونه بشپړ کړي.
دغه راز داجندا له مخې  دديجيتلي ټلويزيون شبکې  دفعاليت دتنظيمولو مقرره  دغونډې دغړو له خوا وڅيړل شوه.
د ديجيتلي ټلويزيوني شبکې دفعاليت دتنظيم مقرره  دکم ياب منبع په توګه
دفريکونسۍ  له طيف  څخه  داغيزمنې استفادې ، په ديجيتلي ټلويزيوني شبکې دانالوګ سيستم دليږدونې په  باب د نړيوالو ميثاقونو او ژمنو درعايتولو ، د اطلاع رسونې دبرخې دپياوړتيا  او دسيالۍ درواجولو او  زياتو ټلويزيوني شبکو ته  د ډله يېزې لاسرۍ  په  مقصد  په ٣١مادو کې برابره او  تنظيم شوې ده .
دغه مقرره   دغونډې دغړو له خوا وڅيړل شوه او هغوى  په دې باب خپلې نظريې څرګندې کړې او   ددغې مقررې  دزياتې څيړنې  اوددقت لپاره  پريکړه وکړه چې دعدليې ، دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ، داطلاعاتو اوفرهنګ  دوزارتونو او دراډيو ټلويزيونونو داتحاديې  استازي دې  په ګډه يو ځل بيادغه مقرره  په جدي توګه وڅيړي او بشپړه يې کړي.
دغه رازپه دې غونډه کې له  اجنداسره سم   په ١٠٩٩  ګڼه رسمي جريده کې  خپره شوې  دمعلولينو دحقوقو او دامتيازاتو دقانون په څلورمه ماده کې ددويمې فقرې دزياتوالي  او په اتمه ماده کې دڅلورمې فقرې دزياتوالي طرحه  وڅيړل شوه.
دقوانينو کميټې  دزياتوالي دغه طرحه تائيده کړه او پريکړه وشوه چې دماليې وزارت دې ډير ژر  په دې باب خپل نظر وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته