سیاستخبرونه

د کورنيو او بهرنيو مؤسسو له یو شمېر مسئولينو سره د حکومت غونډه جوړه شوه

 کابل، د زمري ۲۴مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ

د کورنيو او بهرنيو مؤسسو له یو شمېر مسئولينو سره د حکومت غونډه جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجيب الله حقاني، د کليو او پراختيا سرپرست وزیر ملا محمد يونس اخندزاده، د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنيف، د عامې روغتيا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ډاکټر رامیز الاکبروف او نورو مسئولینو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې، د رياست الوزرا اداري مرستيال د حکومت او کورنيو او بهرنيو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ زياتوالي ته په اشارې وويل چې د کورنيو او بهرنيو مؤسسو د چارو کنټرول او همغږۍ طرزالعمل د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله په لارښوونه ترتيب شوی دی.

د هغه په وینا؛ دغه طرزالعمل به د سکټوري ادارو او مؤسسو ترمنځ چارې آسانه کوي، روڼتيا زیاتوي او د فساد احتمال له منځه يوسي.

وروسته، د اقتصاد او عامې روغتيا سرپرست وزیرانو د کورنيو او بهرنيو مؤسسو له مسئولینو سره معلومات شريک کړل او ویې ویل: خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول، د شفافيت رامنځته کول او حساب ورکول د دولتي ادارو او مؤسسو مهمې موخې دي او بايد له يو بل څخه اطمینان ولرو.

دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال په خپلو خبرو ډاډ ورکړ او ویې ویل: موږ له افغانانو سره مرستو او همکاریو ته ژمن یوو او تر تحول وروسته په افغانستان کې زموږ د پاتې کېدو دوام دغه ژمنتیا ثابتوي.

هغه د مؤسسو او دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې تر مطالعې او ارزونې وروسته به په دې اړه راتلونکو غونډو کې لا زيات بحث وکړي.

د غونډې په پای کې، په افغانستان کې د یو شمېر مؤسسو استازو له افغانانو سره د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا