سیاست

جمهور رئیس غني: موږ په حساسو شرایطو کې قرار لرو خو په سم لوري په حرکت کې يو

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٣١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په کابل کې د سویډن هېواد له سفیر ښاغلي پیتر سمنیبي سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني د سویډن له حکومت او خلکو څخه د افغانستان په اړه د هغوی له ژمنو، مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه، ويې ویل چې د ملي یووالي حکومت په تېرو لسو میاشتوکې خپلې اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نوې کړې دي او د نړیوالې ټولنې په اړه د خپلو ژمنو په عملي کولو ژمن دی.
جمهور رئیس په افغانستان کې له سترو اقتصادي پروژو، په ځانګړې توګه د کابل په ښارکې د ملکیتونو د ثبت او په هرات کې د سلما د بند له جوړولو څخه یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلوونکو شپږو میاشتوکې د هرات ښاریان له دغه بند څخه په استفادې سره وکولای شي له ۲۴ ساعته برېښنا څخه ګټه واخلي.
جمهور رئیس وویل چې له څو تېرو میاشتو را په دېخوا یې لا ډېرتمرکز پر امنیتي موضوع ګانو دی او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دښمنانو هغه ناولي پلانونه چې د ځمکو نيول و، شنډ کړل او هغوی یې وځپل. په همدې دلیل د جګړې په لیکه کې له ماتې سره مخامخ شول او د خپلو ماتو د پټولو لپاره په ښارونوکې د غیر پوځیانو په منځ کې په ځان مرګو تروریستي بریدونو لاس پورې کوي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د هېواد د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته شوې ده او اوس مهال هغوی په یرغلیز حالت کې دي.
جمهور رئیس غني په هېواد کې د وروستیو بدلونونو په اړه وویل: د سولې خبرې به د افغانستان په مشرۍ او مالکیت پرمخ لاړې شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان د اړیکو په باب وویل چې پاکستان باید د افغانستان شرایط او حالت درک کړي او د هغه هېواد په داخل کې چې یې کوم تعریف د تروریزم لپاره وړاندې کړی دی، هغه دې د افغانستان لپاره هم په پام کې ونیسي.
جمهور رئیس غني وویل چې نړۍ او سیمه له تروریزم سره د مبارزې، په ځانګړې توګه د هغې اړیکې په باب چې د تروریزم او جرمي اقتصاد ترمنځ شتون لري، له افغانستان سره په تفاهم کې ده.
جمهور رئیس محمد اشرف غني له سویډن څخه د مرستو د جذب لپاره د افغانستان د لومړیتوبونو په باب وویل چې سویډن د یو سوله دوست هېواد په توګه کولای شي د سولې او د بیا یوځای کېدو د بهیر او همدا راز د پوهنې د حالت د ښه والي او د هغو پروګرامونو په برخه کې چې د ښځو، ماشومانو او د بیوزلو د حالت پر ښه والي تمرکز لري، افغانستان ته خپلې طرحې وړاندې کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل: موږ په حساسو حالاتو او شرایطوکې قرار لرو خو په سم لوري د حرکت په حال کې یو او د افغانستان خلک له ځان سره لرو.
په مقابل کې په افغانستان کې د سویډن سفیر ښاغلي پیتر سمنیبی په دې ترڅ کې چې په افغانستان کې یې له خپل ماموریت څخه خوښي څرګنده کړه، هیله یې وکړه چې له خپلو تجربو څخه په راتلوونکې کې په افغانستان کې په نورو برخو کې استفاده وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته