خبرونهامنیت

د کورنيو چارو وزارت تاميناتي معين د بدخشان د دروازونو له ولسواليو څخه کتنه وکړه

کابل، د زمري٨ مه، باختر

د کورنيو چارو وزارت تاميناتي معين او د امنيتي ځواکونو د تشکيل د تطبيق رئيس مولوي محمد محسن هاشمي د سرحدي سيمو د امنيتي حالت د څېړنې په موخه نن د يوه پلاوي په مشرۍ د بدخشان د دروازونو د نسي سرحدي ولسوالۍ ته ورسېد.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کورنيو چارو وزارت تاميناتي معين مولوي محمد محسن هاشمي بدخشان ولايت ته د خپل سفر هدف د امنيتي حالت څېړنه، له مجاهدينو او امنيتي منسوبينو سره کتنه  او د دغه ولايت د امنيتي ستونزو او چلنجونو لرې کول وبلل.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت معين او مل پلاوى يي په نسي او شکي  ولسواليو کې له قومي او مخورو مشرانو سره وکتل او د دروازونو خلکو ته يې د امنيت تامينولو ډاډ ورکړ او د اسلامي امارت له امنيتي ځواکونو سره  يې د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت معين او د تاجکستان ترمنځ د نسي ولسوالۍ له سرحدي پله څخه هم کتنه وکړه او ويې ويل، چې د دروازونو ولسوالۍ په تېره بيا  د نسي ولسوالۍ د جغرافيايي او سوق الجيشي موقعيت په پام کې نيولو سره ډېر ارزښتناک دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې د دروازونو  اوسېدونکو ستونزې حل کړي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا