کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٢٥ :
د داعش د ډلې يو سرګروپ ملاسعديار د فيروزکوه ښار په شمال کې پرون امنيتي ځواکونو ته تسليم شو.
مولوي سعديارچې د فيروز کوه په شمال کې په زياتو دولتي ضدفعاليتونوکې ونډه درلوده ؛ ويل کيږي د رخشانې د سنګسارولو، د هېواد په امنيتي پوستو د تروريستي بريدونو، د امنيتي سرتيرو د محاکمې، د دولتي نقليه وسايطو د ويجاړولو او د فيروز کوه ښار په کاسي کلي کې د٢٣ تنو بېګناه بزګرانو د وژنې اصلي عامل دى.
د غور دوالي وياند عبدالحى خطيبي ددغه خبر په تائيدولوسره باختر آژانس ته وويل: د داعش د ډلې دغه جګپوړى غړى تېره شپه وروسته له هغه چې د اپنډکس په ناروغۍ اخته شو؛ ځان يې امنيتي ځواکونو ته تسليم کړ.
د غور په ولايتي روغتون کې ډاکتران وايي چې سعديار تر درملنې لاندې دى .
دغه راز د غور ولايت امنيه قوماندان جنرال مصطفى محسني د داعش دډلې د دغه جګپوړي غړي تسليميدل تائيد کړل؛ خو نور جزئيات يې ورنه کړل.
0 1 دقیقه لوستل