فرهنګ

په کونړ کې دطالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ دخونړيو نښتو دوام .

کابل باختر دليندى اته ويشتمه :
په کونړ ولايت کې دطالبانو او دپاکستاني طالبانو دغورځنګ  په ډلې  پورې اړوندوکسانو ترمنځ  نښته دغه راز دوام لري .
په نويو پيښو کې دواړولورو په دانګام ولسوالۍ کې د يوبل کورونو ته په اور اچونې اقدام کړې دي .
دغه جګړې له دريو ورځو راپديخوا دکونړ ددانګام ولسوالۍ په ځينو برخو کې پيل شوې ده او دغه راز دوام لري .
دهېواد په ختيځ کې  دسيلاب په  قول اردو  کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې تراوسه پورې  له  دواړو لورو څخه په لسګونو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
درارسيدلو خبرونوله مخې  دغه جګړې ددې سبب شوې ده چې  په لسګونو تنه ملکيان له خپلو کورونو څخه تيښتې ته اړ شوي دي .
کليوالي وايي چې دغه جګړې  يوې ډلې په بلې ډلې دواکمنۍ  او له اوسيدونکو څخه دپيسې  دراټولولودويشلو پرسر شوې دي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته