ورزش

د کرکټ ولایتي سیالۍ په خوست کې ترسره شوې

 کابل / د زمري ۲۵ مه / باختر
په خوست کې پرون د کرکټ د ولایتي غوره جام ۵۰ آوریزې سیالۍ ترسره شوې.
د هېواد د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فرید هوتک د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دغو سیالیو کې ولایتي غوره ټیمونه ګډون لري.
هغه وویل چې د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ د فاریاب او ننګرهار ټیمونو د قندهار او میدان وردګو پر ټیمونو بریالي شول.
ټاکل شوې ده نن د هلمند او  کابل ټیمونه د خوست او بلخ له ټیمونو سره لوبه وکړي.
هغه زیاته کړه: دغه سیالۍ چې د یوې اوونۍ لپاره دوام کوي؛ د اتو ولایتونو ټیمونه پکې ګډون لري.
پای/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته