کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۸مه
د ننګرهار پوليسو نن سهار څلور تنه د ۵۰ کيلوګرامه نشه يي توکو د لېږدونې په تور نيول .
د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نصرت رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شويوکسانو ۴۰ کيلوګرامه چرس او ۱۰ کيلوګرامه هيروئين په څلورو موټرونوکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې له جلال آباد ښار څخه بهر ته ولېږدوي چې د پوليسو د موظفينو له خوا له پېژندنې وروسته ونيول شول .
له هغوی څخه يو کلاشينکوف او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ختم_ شکريه _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ