ټولنه

په سرپل کې ٣٩٠ تنه ځوانان حرفوي زده کړې کوي .

کابل باختر دغبرګولي   نهمه :
دسرپل ولايت دکار او ټولنيزو چارو درياست له  لوري پرون په دغه ولايت کې دفني او حرفوي زده کړو   پروګرام پيل شو .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، په دې روزنيز دوره کې دنجونو اوهلکانو په ګډون  درې سوه  نوي تنه ځوانان دسانچارک او ګوسفندي  په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز کې او دصياد او کوهستاناتو په ولسواليو او دسرپل  په ښار کې دجګړې له امله بې ځايه شوي کسان زده کړې کوي .
دسرپل ولايت دکار او ټولنيزو چارو رييس وويل چې په دغو مرکزونو کې دخياطۍ ، بيګ ګنډلو ،ګلدوزي  ، سينګار ، فلز کاري ، دموبايل  ، موټرسايکل او دبريښنايي وسايلو دترميم او ترکاڼۍ لاندې چارې زده کوي
ده زياته کړه چې دغه پروژه دشپږو مياشتو لپاره دکار او ټولنيزو چارو وزارت دپرمختيايي برخې  له خوا دنهو مليونوافغانيو په لګښت پلې کېږي .
دسرپل والي عبدالقادر  اشنا دځوانانو ترمنځ وزګارتيا  يوه ستره ستونزه وبلله او ويې ويل  چې ددغه پروګرام په تطبيق  سره سلګونو تنو وزګارو ځوانانوته دکار زمينه برابرېږي .
ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته