امنیت

دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول .

کابل باختر د لړم  شپاړلسمه :
  سرحدي پوليسو دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور دکابل او هرات له  هوايي ډګرونو څخه ونيول .
دپوليسو يو خبرځاى باختراژانس ته وويل دنشه يي توکو  دغه دوه تنه قاچاق وړونکي شپږ کيلواو درې سوه شپږ اتيا ګرامه هيروئين  يې په مهارت سره دانارو په ميوو کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل ېې له هېواد څخه بهر ته وليږدوي مخکې له دې هم قاچاق وړونکو له بېلابېلو لارو هڅه کړې وه چې دهېواد د هوايي ډګر  له لارې نشه يي توکي له افغانستان څخه بهر ته وليږدوي خو دپوليسو له هلوځلو وروسته په دې کار نه دي بريالي شوي .
دنړى دشميرنو له مخې  افغانستان په نړۍ کې دنشه يي توکو ستر  توليدونکى دى
دولت دغه راز هلې ځلې کړې دي دکوکنارو په کرکيلې او دنشه يي توکو دقاچاقو مخه ونيسي خو دغې هلې ځلې تراوسه پورې کومه مثبته نتيجه نه ده ورکړې .   ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته