کابل/ د کب١٠مه/ باختر
د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ورځې ( د کب د نهمې) په مناسبت د فوټسال څلور اړخيزې سيالۍ په کابل کې پيل شوې.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د مطبوعاتو مرستيال شمس اميني باختر آژانس ته وويل چې د فوټسال دغه څلور اړخيزې سيالۍ د کابل، لوګر، ميدان وردګو او غزني د ټيمونو په ګډون د درېيو ورځو لپاره پيل شوې دي.
هغه زياته کړه چې د دغو سياليو له پرانيستلو مخکې، د فوټبال فدراسيون مسوولينو او ورزشکارانو سرتېرو ته وينه هم ورکړه.
ختم- ج -اکرم