ټولنه

سيلاونو په بغلان کې مالي تاوانونه واړول .

کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
دبغلان ولايت دتاله اوبرفک  ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه دسيلاونو دراوتلو له امله داستوګنې شل کورونه ويجاړ شول
دتاله اوبرفک  ولسوال  فيض محمد اميري دباختراژانس  خبريال ته وويل چې دسيلاونو دراوتلو او دسيند داوبو دکچې دلوړيدو له امله په سياه لګک کلي  کې داستوګنې شل کورونه ، داوبو په لسګونوبندونه ، پلونه او پلګوټي او په لسګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او ددغه کلي دخلکو څو څاروي له منځه تللي  دي
  ويل کيږي چې داستوګنې څو نور کورونه هم دسيلاو تر ګواښ لاندې دي او زياتره اوسيدونکي يې له خپلو کورونو څخه وتلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته