ورزش

دالمپيک دملي کميټې سکرترجنرال ددغې کميټې درييس په توګه دباور هوټک ټاکنه غيرقانوني وبلله .

کابل – باختر- دزمري شلمه :
دالمپيک دملي کميټې يوه خبرځاى ددغې کميټې درييس په توګه  دباور هوټک  ټاکنه رد کړه او په دې اړوند يې جوړه شوې غونډه يو غير قانوني حرکت وباله .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دورزشي  فدراسيونونو يوشمير رييسانو پرون په کابل کې ديوې غونډې په بهير کې دبدن دغړو دپالنې دفدراسيون رييس باور هوټک دالمپيک دملي کميټې درييس په توګه معرفي کړ خو دالمپيک  مسوولين دغه غونډه غير قانوني بللې ده .
دالمپيک دملي کميټې سکرترجنرال  محمود حنيف دباختراژانس خبريال ته وويل  د غيراولمپيکي فدراسيونونو  يوشمير رئيسانو پرون په خپل سر په يوه غونډه  دبدن دغړو دپالنې دفدراسيون رييس باور هوټک دفهيم هاشمي پرځاى دالمپيک  دملي کميټې درييس په توګه معرفي کړ .
په داسې حال کې چې دغه موضوع  دالمپيک دملي کميټي  له خوا مشروعيت نه لري او فهيم هاشمي په رسمي  انتخاباتو کې دڅلورو کلونو لپاره دالمپيک  د ملي کميټې درييس په توګه  انتخاب شوى  او هغه به خپله کاري دوره  بشپړه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته