اقتصاد

په هرات کې د خوراکي توکو دبيو د لوړوالي رديدل

 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣ :
د خوراکي  توکو د احتکارد مخنيوي کميسيون  د خوراکي توکو دبيو دلوړوالي په باب ادعا ګانې بې  بنسټه وبللې.
په داسې حال کې چې دهرات  ښاريان ادعا لري  د خوراکي توکو پلورونکي د روژې په مبارکه مياشت کې  د خوراکي توکو  بيې لوړې کړې دي .
د هرات ولايت مقام  يوکميسيون موظف کړى دى  تر څو د هرات  ښار په بازارونو کې دخوراکي توکو بيې کنترول کړي .
د هرات ښاروالۍ مرستيال غلام غوث نيکبين د هرات ښار په  بازارونو کې      
د خوراکي توکو د بيو له څيړنې وروسته  وايي  يوازې  د دوو  قلمو خوراکي توکو  لکه د بورې  او  اوړو  بيې لوړې شوې دي  او د  نورو توکو  بيې ثابتې        او حتي کمې شوي هم دي.
دغه کميسيون  چې په هغه کې  د ښاروالۍ ، ولايتي شورا ،داقتصادي  برخې کارپوهان ،   د سوداګرۍ د خونو ،کسبګرو ، عامې روغتيا،امنيې قوماندانۍ  اود ښاروالۍ د مشورتي شورا  استازي شامل  دي  په جدي ډول  د بيودلوړوالي دليلونه  څيړي  او دبيو دټيټوالي لپاره خپلو هڅوته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته