خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنیو او بهرنیو خبري سایټونو ته کتنه

 د لړم ۷مه، باختر، کابل

یو شمېر کورنیو او بهرنیو خبري سایټونو د نړۍ او سیمې د حالاتو تر څنګ د افغانستان  پر حالاتو هم لیکنې کړې دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو خبري سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د روسیې سپوتنیک خبري سایټ آلمان د” High Energy Hel ” بې پیلوټه الوتکې ضد یو لایزری ټوپک جوړ کړی دی” تر سرلیک لاندې لیکلي دي.

د شفقنا خبري سایټ “ د افغانستان اسلامي امارت په ایران کې د شاه چراغ پر زیارت برید وحشیانه  بللی دی” تر سرلیک لاندې لیکلي دي.

د شفقنا رپوټ له مخې، د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوه ورځې وړاندې د شاه چراغ پر زیارت برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طلوع نیوز خبري سایټ “هند ته د افغانستان صادرات ۲۵ سلنه زیات شوي دي “ تر سرلیک لاندې لیکلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، هند ته د افغانستان صادرات ۲۵ سلنه زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال له پیله تر اوسه څه د پاسه ۳۰ ټنه  سوداګریز توکي هند ته صادر شوي او افغانستان له دې پلوه شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

/ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا