امنیت

د خوست والي د ماين له چاودنې روغ ووت

کابل / د غويي ٢ مه / باختر
په خوست کې نن له غرمې مخکې د دوو ماينونو د چاودنو له امله د ملکي وګړو په ګډون ١٣ تنه ټپيان شول.
د خوست د والي وياند طالب منګل د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د دوو ماينونو په چاودنو کې د ملکي وګړو په کډون ١٣ کسان ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه: په پېښه کې د خوست والي ته زيان نه دى رسېدلى.
لومړۍ چاودنه کمپلکس ادارې ته څېرمه د خوست د والي د سپرلۍ پر کاروان ترسره شوه چې په پايله کې ٤ ملکي وګړي او د خوست د والي ٢ ساتونکي ټپيان شول.
دغه راز دويمه چاودنه چې د سبو په منډوي کې د ملي اردو پر يو رنجر موټر ترسره شوه؛ له امله يې يو ملکي وګړى او د ملي اردو ٤ سرتېري ټپيان شول.
تراوسه د دغو پېښو مسووليت چا نه دى منلى.
پاى ذ 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته