خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنیو او بهرنیو خبري سایټونو خپرونو ته کتنه

 کابل، د تلې١٩ مه، باختر

یو شمېر کورنیو او بهرنیو خبري سایټونو په خپلو ورځنیو خپرونو کې د نړۍ او سیمې د حالاتو تر څنګ د افغانستان د حالاتو په باب هم خپروني کړي دي.

د باخترآژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په  کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د طلوع نيوز خبري سايټ ( په قندهار کې ديني عالمان: بريدونه د نفاق د رامنځته کولو لپاره ترسره کېږي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

په قندهار کې ديني عالمان او مشران په کابل کې  د وروستيو بريدونو په اړه وايي  چې په يوه ځانګړي قوم بريد استخباراتي ماهيت لري او دا بريدونه  د هېواد د خلکو ترمنځ د نفاق رامنځته کولو په خاطر ترسره کېږي.

ديني عالمانو د ( د ورورولۍ اوونۍ ) په نامه  غونډه کې چې په قندهارکې ترسره شوه له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې  په سترو ښارونو کې  د جوماتونو او د روزنيزو مرکزونو امنيت تامين کړي.

د اطلاعات روز خبري سايټ ( چين ته د هوايي دهلېز له لارې د جلغوز صادرات پيل شول) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت مسوولين وايي  چې د هوايي دهلېز له لارې چين ته صادرات بيا پيل شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزارت ويلي، چې د هوايي دهليز د فعاليت په بيا پيلېدو سره  د نيم ميليونو ډالرو په ارزښت ٢٠ ټنه جلغوزي چين ته صادر شوي دي.

د شفقنا خبري سايټ (د یونان په اوبو کې ۲۳ پناه غوښتونکي ډوپ شوي دي) ترعنوان لاندي ليکلي دي.

د يونان ساحلي ساتونکي وايي چې  د پناه غوښتونکو دوو بېړيو د ډوبېدو له امله  لږ تر لږه ٢٣ تنه  ووژل شول او له يوې بلې بېړۍ څخه د افغان پناه غوښتونکو په ګډون ٩٠ تنه  وژغورل شول.

د سپوتنيک خبري سايت ( پوتين:  که چېرې اوکراين په روسيه کې تروريستي بريدونو ته دوام ورکړي د مسکو غبرګون به  نور هم جدي شي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د روسيې جمهور رييس وايي چې له دې وروسته به د روسيې ځواب د ګواښونو په کچې پورې تړلی دی.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا