ټولنه

ديوه پله دنړيدو له امله څلورو ولسواليو اړيکې وشلثيدې .

کابل باخترد چنګاښ ٢٩

په  بدخشان ولايت کې  ديوه پله په نړيدو سره ددغه ولايت له مرکز سره  دڅلورو ولسواليو اړيکې شليدلي دي .

دبدخشان دولايتي شورا غړي احمد جاويد  مجددي دباختراژانس خبريال ته وويل دهوا دتودوخي له سختوالي وروسته دغرونو  دواوري دويلي کيدو له امله دبدخشان ولايت دوردوج ولسوالۍ په ګرده سيمه کې سخت سيلاونه راوتلي  دي چې له امله يې دغه پل ويجاړ شوى دى .

يوه اړونده خبرځاى وويل همدا اوس دبدخشان ولايت دزيباک ، اشکاشم ، واخان او دشغنان دولسواليو مواصلاتي لارې له دوو ورځو  راپديخوا دترافيکو پرمخ تړلي دي .

سيمه ئيز مقامات وايي چې ددغه پله دترميمولو  اوبيا جوړولو په خاطر  هلې ځلې پيل شوي دي او په ډير لنډ ممکن وخت کې به دغه ستونزه حل شي 

ديادونې وړ ده چې دوه مياشتې مخکې دوسله والو طالبانو له خوا  تردغه پله لاندې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې  له امله ددغه پله   دوه سمنتي ستنې  په  قسمي ډول ويجاړې شوې وې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته