(PS)خبرونه(PS)تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنیو او بهرنیو خبری سایټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د وږي ۷مه، باختر

یو شمېر کورنیو او بهرنیو خبری سایټونو په خپلو نننیو خپرونو کې د سیمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبریال د دغو سایټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړی دی.

د اسپوتنیک خبري سایټ د ( د فرانسې هېواد په ښوونځیو کې دودیز جامو اغوستل منع کیږي) تر عنوان لاندې لیکلي دي.

فرانسوي چارواکي پلان لري چې په ښوونځیو کې د مسلمانانو دودیزو جامو اغوستل منع کړي.

د اسپوتنیک د خبر له مخې، د ملي زده کړو او ځوانانو وزیر ګابریل عطل د (ټي اف اې) خبري شبکې سره د چارواکو د پلانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د فرانسې حکومت په پام کې لري چې په ښوونځیو کې د مسلمانو د دودیزو جامو اغوستل منع کړي.

د افغان غږ(آوا) خبري سایټ د خبر له مخې، (هیڅ  پانګه وال نه شي کولای د کانونو او پټرولیم وزارت له اجازه پرته د ډبرو سکاره بهر ته صادر کړي) تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم  وزارت اعلان  وکړ، چې د روان هجري لمریز کال  د لړم له لومړۍ نیټې څخه هیڅ  پانګه وال نه شي کولای د دغه وزارت له  لیکل شوي مکتوب پرته د ډبرو سکاره بهر ته صادر کړي.

د افغانستان د شفقنا خبری سایټ د افغانستان اسلامي امارت: ( دښمنانو ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان او ایران اړیکې ترینګلې کړي) تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د ایران له پارلماني پلاوي سره په کتنه کې وویل: دښمنانو ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان او ایران ښې اړیکې خرابې کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا