خبرونهامنیت

شپاړلس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د ليندۍ ٨مه /باختر
په قندهار کې د ١٦ وسله والوطالبانو د وژلو خبرورکړ شوى دى.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په ميوند اوپنجوايي ولسواليو کې کله يې چې د افغان ځواکونو پرپوستو يرغل وکړ له ځمکې اوهوا څخه بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د لومړى لوا د رسنيو دفتر باختراژانس ته وويل چې په دغو پېښو کې د يو پاکستانى جګړه مار په ګډون ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
له دغو پېښو وروسته د هېواد هوايي ځواکونو په پنجوايي اوميوند ولسواليو کې د وسله والوطالبانو پرپټنځي بريدونه وکړل.
د رارسېدلو خبرونوله مخې، په دغو بريدونوکې د وسله والوطالبانو څلور پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوې دي.
د يوبل خبرله مخې؛ په قندهار کې دوه وسله وال طالبان د خپل ماين د چاودنې قرباني شول.
دغو وسله والو طالبانو نن سهار کله يې چې غوښتل د ژيړۍ ولسوالۍ په يو سړک ماين ښخ کړي ماين وچاوديد او دواړه يې ووژل.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم-ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته