ښوونه او روزنه

په ننګرهار کې دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٨ :
دننګرهار ولايت دکامې ولسوالۍ دبازيدخيلو او داچين ولسوالۍ دده سړک  دليسو دودانيو دبنسټ  ډبرې پرون ددغه ولايت دپوهنې رياست دچارواکو له
خوا کيښودل شوې .
دباخترآژانس دخبريال  دخبرله مخې  :  دغه ودانۍ  دپنحلسو مليونو افغانيو په ټول لګښت په څلورو مياشتو کې   جوړيږي او په هرې ودانۍ کې  اته درسي  او درې اداري  خونې  او دکمپيوټر دلوست لپاره يوه  خونه  او نور ضروري ملحقات
په پام کې نيول شوي دي .
ددغه ودانيو په  جوړيدوسره به  ددغوليسو زده کوونکو ته  دښې  زده کړې زمينه برابره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته