ټولنه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت خبرتيا

کابل / د غویي ۲۹مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت د مصؤنیت او زده کړې رياست د “شاهين” تخنيکي او مسلکي تعليماتو د انستيتوت په همکارۍ او د “ام.ټي.ان” مخابراتي شرکت د خيريه بنسټ په مالي ملاتړ په ١۴٠٠ تعليمي کال کې ٨٠٠ ځوانانو ته د مطبوعاتو پروډکش، تجارتي دېټابېس او د کمپيوټري محاسبې په برخو کې د يو کلن وړیا زده کړې زمينه برابره کړې ده. مينه وال کولاى شي د نوم ليکنې په موخه له دوو عکسونو او د تابعيت تذکرې له فوټوکاپي سره، په پُل باغ عمومي کې د ځوانانو چارو معينيت ته مراجعه وکړي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته