سیاستخبرونهټولنه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر شهيدې رؤفې ته اعزازي رتبه ورکړه

کابل، زمري ۲۳مه، باختر
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني له لورې د ښځینه پولیسو هغه افسرې ته اعزازي رتبه ورکړل شوه، چې څو ورځې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د خوارجو سره په جګړه کې شهیده شوه.
ساتنمنه رؤفه د اسلامي امارت لومړنۍ ښځینه شهیده ګڼل کېږي، چې څه موده وړاندې د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې د خوارجو سره په نښته کې شهيده شوه.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د حکم له مخې رؤفه د پولیسو هغه شهیده شوې افسره بلل شوې، چې د اسلام او خپلو خلکو د دفاع په موخه يې ځان قربان کړ.
په حکم کې شهېدې رؤفې ته په لومړۍ رتبه (دوهم څارن) اعزازي رتبه او کورنۍ ته يې معاش د اجرا دوام منظور شوی دی.
د یوه بل خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت په قرارګاه کې نوی جوړ شوی جومات تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د الفتح په نوم دغه جومات په ۹۶۰ متره مربع مساحت سره د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې د ۸۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا