خبرونهامنیتTOPټولنه

د کورنیو چارو وزارت خبرتیا!

کابل، د کب ۲۵مه، باختر
وروسته له دې د موبایل(ګرځنده ټيلیفون) پلورونکي مکلف دي چې د موبایل خرڅولو پر مهال د اخیستونکي معلومات په ځانګړي رسمي فورم کې ثبت او راجسټر کړي.
د کورنيو چارو وزارت د انتک ریاست مسئولينو د لا ښه نظم د تأمین او د جرایمو د مخنیوي لپاره د موبایل پلورونکو د اتحادیې سره په ناسته کې د موبایل هر ډول پېر او پلور د اصولو تابع وګرځاوو.
په دې ناسته کې هوکړه وشوه، چې وروسته تر دې باید د موبایل د پلور پر مهال د اخیستونکي بشپړ معلومات ځانګړې فورمې کې ورسول شي او د موبايل IME نمبر د مشخص اخیستونکي په نوم ثبت شي تر څو په دې برخه کې د هر ډول بې مسئولیتیو مخه ونیول شي
د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست د رسمي لارښوونو له مخې موبایل پلورونکي او اخیستونکي د پېر او پلور پر مهال د ځانګړي فورم په ډکولو مکلف دي او د دې چارې نه ترسره کول به قانوني سرغړونه وي او په وړاندې به يې جدي چلند وشي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا