امنیت

اته وسله وال طالبان د هېواد په ختيځ کې ووژل شول

کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
اته وسله وال طالبان دهېواد په ختيځ کې له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
پر دغو ډار اچوونکو تېره شپه د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې بريد وشو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: دغه وسله وال طالبان نوي د ډيورنډ کرښې له اخوا څخه نورستان ته راغلي وو او پر يوې پوځې پوستې د بريد لپاره هلې ځلې کولې چې  سرحدي ځواکونو پرې بريد وکړ.
د هېواد په ختيځ کې يوه جګپوړي پوځي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په جګړه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د نورستان پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د لسو ماينونو په کشف سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته