امنیت

په ننګرهارکې يوځوان په خپلو پيسو پنځه ښاري بسونه بيا فعال کړ

کابل /د غبرګولې ٩مه /باختر
په ننګرهار کې يو ځوان په يوبې ساري اقدام کې په خپلوشخصي پيسو پنځه ښاري بسونه ترميم اوفعال کړاو د خلکو خدمت ته يې وړاندې کړل.
عصمت الله شيرزاد په داسې حال کې چې يوه اوونۍ د ننګرهار د ترانسپورت رياست د ښاري چارو د آمر په توګه دهغه له ټاکنې نه وه تېره شوې په دغه کار يې اقدام کړى دى.
هغه وايي د خلکو د لېږډونې لپاره د ښاري موټروکمښت په ننګرهار کې د ترانسپورت له سترو چلنجونوڅخه دى اوله همدې امله هغه پنځه بسونه چې له زياتوکلونوراپديخوا خراب و، په خپلو شخصي پيسو سره ترميم کړاو خلکوته يې د خدمت لپاره وړاندې کړ.
داپه داسې حال کې ده چې د ايران ، هند او پاکستان له خوا په سلګونو مرسته شوي بسونه کلونه کلونه کېږي چې خراب دي .
د ننګرهار د والي وياندعطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل: عصمت الله شيرزاد په داسې حال کې چې دومره حقوق نه لري له خپل جيب څخه يې پيسې ولګوي او ښاري بسونه يې ترميم کړ.
شيرزاد وايي خلکوته له خدمت کولو څخه خوند اخلي.
هغه وويل هلې ځلې کوي چې د ننګرهار ترانسپورتي سيستم ښه کړي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته