
کابل، د وږي ۲۵مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي د ایران هېواد د سفیر له مرستیال غلام رضا نجاري سره وکتل.
په دې کتنه کې د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په کړنلاره رڼا واچوله او د دې شومې پدیدې په له منځه وړلو کې یې له دوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته، د ایران هېواد د سفیر مرستیال غلام رضا نجاري هم په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامپ امارت مبارزه وستایله او ويي ویل، چې د نشه یي توکو سره مبارزه د ټولو هېوادونو ګډ کار دی چې باید وشي.
نجاري د خپلو خبرو په دوام، مسوولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.