(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)امنیتTOP(PS)

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال د پاکستان د سفیر له مرستیال سره وکتل

کابل، د وږي ۲۵مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي د پاکستان هېواد د سفیر له مرستیال محمد جنید وزیر سره وکتل.

په دې کتنه کې د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په کړنلاره رڼا واچوله او د دې شومې پدیدې په له منځه وړلو کې یې له دوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته، د پاکستان هېواد د سفیر مرستیال محمد جنید وزیر هم په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه وستایله او ويي ویل، چې د نشه یي توکو سره مبارزه د ټولو هېوادونو ګډ کار دی چې باید وشي.

وزیر د خپلو خبرو پر دوام، مسوولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا