اقتصاد

د ١٣٩٤ مالي کال ملي بودجه د ولسي جرګې له خوا تصويب شوه

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٨ :
د ١٣٩٤ مالي کال د ملي بودجې طرحه د رايو په اکثريت د ولسي جرګې له خوا تصويب شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د ١٣٩٤مالي کال د ملي بودجې طرحه نن يوځل بيا په ولسي جرګه کې وڅيړل شوه.
پخوا د ١٣٩٤مالي کال ملي بودجه د تخنيکي نواقصو په دليل د دغه مجلس د غړو له خوا رد شوې وه .
دغه راز د ولسي جرګې غړو ويلي وو چې د ١٣٩٤ مالي کال د ملي بودجې طرحه نا انډوله ده. خو د ماليې وزارت د ځينو تعديلونو په واردولو سره دغه طرحه بيا ولسي جرګې ته وسپارله او د ولسي جرګې غړو د رايو په اکثريت تصويب کړه.
د ١٣٩٤ مالي کال د ملي بودجې طرحه څه دپاسه څلور سوه اته پنځوس اعشاريه اته مليارده افغانۍ کيږې چې له دې جملې څخه ٢٧٥مليارده افغانۍ يې په عادي بودجې پورې او نورو په پرمختيايي بودجې پورې اړه لري. د مجلس يوازې شلو تنو غړو د دغې بودجې د طرحې په مخالفت کې رايې ورکړې .
د يادونې وړ ده چې د مجلس غړو د اجرائيه رياست  او د جمهوري رياست د اقتصادي مشاوريت د تشکيل د بودجې طرحه د تشکيل تر منظورۍ پورې وځنډوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته