امنیت

په کندز کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون دکندز ولايت دامام صاحب په ولسوالۍ کې ووژل شول .
  دپامير دشلمې فرقې  وياند ډګرمن  غلام حضرت  کريمي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ډار اچوونکي ددغه ولايت دامام صاحب په ولسوالۍ کې دامنيتي او دفاعي  ځواکونو په هوايي  او ځمکنيو عملياتو کې ووژل شول .
کريمي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دوه تنه  نور وسله وال طالبان ټپيان شول او ددښمن يو موټر هم ويجاړ شوى دى .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته