امنیت

د پوليسو يوسرتيرى له طالبانوسره په نښته کې شهيد شو

کابل باختر دمرغومي ديارلسمه :
څوارلس تنه وسله وال طالبان د هلمند ولايت د سنګين او نهر سراج ولسواليو په دوو سيموکې ووژل شول .
د هلمند د والي وياند عمر ځواک دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په دغو سيموکې له افغان امنيتي ځواکونوسره نښته کې  ووژل شول چې د دوى سرګروپ هم په وژل شويوکسانوکې شامل دى .
ځواک زياته  کړه: ددغو نښتو په بهيرکې نولس تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول چې د دريو تنو  وژل شويو طالبانو مړي د جګړې په ډګرکې پاتې دي .
ديوبل خبرله مخې:
په هلمند ولايت کې سيمه ئيزو مقاماتو د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو خبر ورکړى دى .
  د ځواک دڅرګندونوله مخې: د وسله والو طالبانو ډلې په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوستو عمليات ترسره کړل چې په دې نښته کې يو امنيتي سرتيرى شهيد او اووه تنه نور سرتيري برسيرن ټپيان شول .
خو د وسله والوطالبانو په سنګرونو د سختو هوايي بريدونو له امله د دغې ډلې افرادوته هم د سر زيات زيان اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته