(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)امنیتTOP(PS)

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یوناما له مشرې سره وکتل

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د يوناما له مشرې روزا اوتونبايوا سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې اوتونبایوا ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې دمګړۍ په هېواد کې سرتاسري ډاډمن امنیت ټینګ دی.

حقاني زیاته کړه، چې د اسلامي امارت استازو ته باید دافغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري په جوړېدونکو غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په دغه کتنه کې وویل چې په حقیقت کې په وروستیو کې د افغانستان امنیت د پام وړ ښه شوی او له لرو پرتو سیمو څخه مرکز ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی.

سرچینې زیاته کړه، چې ملګرو ملتونه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړی دی.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا