ورزش

داولمپيک دملي کميټې رييس برازيل ته لاړ .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
داولمپيک دملي کميټې رييس نن ديو هيت په مشرۍ برازيل روان شو .
دباختر آژانس خبريال دحامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه خبر راکړ : د اولمپيک دملي کميټې رييس  او دملګري هيت دسفر موخه په برازيل کې دريو د ٢٠١٦ ميلادي کال په نړيوالو سياليو کې ګډون دى .
په هوايي ډګر کې داولمپيک دملي کميټې رييس ظاهر اغبر دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو نړيوالو سياليو کې دخپل هيواد په استازيتوب ګډون کوم او باور لرم چې برخه وال ورزشکاران کولاى شي ښه وځليږي.
اغبر زياته کړه :په دغو سياليو کې له افغانستان څخه دوه تنه ورزشکاران داتلانتيک اويا منډو په څانګه کې او يو ورزشکار دجيدو په څانګه کې ګډون لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته