خبرونهامنیتټولنهTOP

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د خوست په هوايي ډګر کې یو جومات پرانیست

کابل، د تلې۱۷مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مولوي سراج الدین حقاني خوست ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت په هوايي ډګر کې د یوه باب جومات د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د پرانیستې په دغه مراسمو کې د خوست والي مولوي محمد نبي عمري، امنیه قومندان مولوي محبوب شاه قانت او یو شمېر نورو سیمیزو مسوولینو ګډون کړی وو.

د جومات دغه ودانۍ، په ښکلې او عصري بڼه جوړه شوې ده، د خوست نړیوال هوايي ډګر ته يې لا ډېره ښکلا ور په برخه کړه.

د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په خوست ولایت کې د څه د پاسه لس میلیونه افغانیو په ارزښت د ولایت د مقام، امنیې قومندانۍ او د یاد ولایت د ولسوالیو د امنیه قومندانیو د ودانیو د بیا رغونې چارې رسما پیل شوې، چې لګښت او بودجه يې د کورنیو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا