امنیت

١٤ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل- باختر د ليندۍ دمياشتې ٩
١٤ تنه وسله وال مخالفين پرون دملي پوليسو دځواکونو له خوا دهيواد په نهو ولايتونو کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه دننګرهار ،غزني،فارياب ،کندز،تخار،سرپل،بلخ،قندهار او د هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل او په بهير کې يې ١٤ تنه  وسله وال مخالفين ووژل شول،٨ تنه ټپيان او ١٢ تنه نور دملي پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شول.
په دغو فعاليتونو کې يوه اندازه جنګي وسايل هم دملي پوليسو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته