امنیت

د کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېرکال دوه زره ۱۷۴ ملکيان وژلي دي

کابل / د وري لومړۍ / باختر
د کورنیو چارو وزارت، وسله وال طالبان په تېرکال کې د ۲ زره ۱۷۴ ملکيانو په وژلو تورن کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین تېره شپه په ټویټ ليکلي دي چې طالبانو په ۱۳۹۹ کال کې ٩٢ ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.
هغه لیکلي دي: په همدې موده کې دې ډلې ٢ زره ١٧٤د ماينونو چاودنې او څه دپاسه ۵٠٠ مورده هدفي وژنې ترسره کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې تېرکال د طالبانو په بریدونو کې شاوخوا دوه زره ملکيان وژل شوي او٤ زره ١٧٤ ملکيان ټپیان شوي دي.
آرین دغه راز لیکلي دي چې دا د تېرکال په بهيرکې د طالبانو د وژنو او جنګي جرمونو یوازینۍ برخه ده چې خلک او تاریخ به یې هېڅکله هیر نکړي.
پاى \ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا