کويټه باختر د مرغومي دولسمه
د بلوچستان ايالت په مرکز کويټې ښارکې د يوځانمرګى بريد له امله درې تنه ووژل شول او ديرش تنه نور ټپيان شول.
باخترآژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: يو ځانمرګى بريد کوونکى پرون له چاوديدونکو توکوخپل بار موټر له يوبس موټر سره چې شيعه زيارت کوونکي يې ليږدول؛ ټکر وکړ.
پوليسو وويل چې دوى د ځانمرګى بريد کوونکى سر او پښې دپيښې له سيمې څخه موندلې دي .
دغه زيارت کوونکي له شپږو کلونو وروسته له ايران څخه دکويټې ښار او د بلوچستان ايالت نورو سيموته راستانه شوي وو.
د دغه ايالت په مرکز او نورو ښارونوکې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي، خو بياهم دغه ځانمرګى بريد کوونکى وکولى شو ځان وچوي او د لسګونو تنو دمرګ ژوبلې سبب شي.
د پاکستان صدراعظم نوازشريف اوجمهور رييس ممنون حسين او د نورو سياسي ګوندونو مشرانودغه بريد غندلى دى.
د وحدت المسلمين مجلس ددغه بريد دغندلو په ترڅ کې وويل چې حکومت ددغه شان بريدونو په شنډولوکې ناکام دى او دغه ګوند درې ورځې ملي ماتم اعلام کړى دى.
0 1 دقیقه لوستل