سیاستخبرونهTOP

د کورنیو چارو وزارت معین، د ملګرو ملتونو او یوناما له استازو سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين لوی پاسوال ملا عبدالحق اخند همکار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې مېرمن  روزوا اوتونبايوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي سلاکار پرانک سپين ګل او د يوناما له استازې ميرمن  سيحان سره وکتل.

په دې ناسته کې يادو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نشه يي توکو سره د مبارزې، په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې او همدارنګه د نشه يي بوټو د کرکېلې د مخنيوي ترڅنګ پر يو شمېر نورو مضوعاتو خبرې اترې وشوې.

په ورته وخت کې یادو کسانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او په دې برخه کې یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا