
کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازي آرنوټ پاولز سره وکتل.
له کورنیو چارو وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مخه ښې په دې کتنه کې د بېړنیو بشر دوستانه مرستو او د مرستندویه بنسټونو پر امنیتي موضوعاتو خبرې شوې دي.
د کورنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له استازي ښاغلي پاولز څخه مننه کړې چې په خپل ماموریت کې یې له افغانستان سره د بشري مرستو هڅې کړې دي او هیله یې وښوده چې یاده ټولنه به له افغانانو او په ځانګړې توګه د وروستيو طبعي پېښو له قربانیانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به د بشري مرستو د کار کوونکو امنیت ته نوره هم جدي پاملرنه کوي.
ن.ر