خبرونهسیاستامنیتTOP

د کورنیو چارو سرپرست وزیر: د بنسټيزو پروژو ساتنه او پالنه، هېواد د ځان بسياينې په لور بيايي او دا د ټولو ګډ مسولیت دی

کابل، د زمري ۱۸مه، باختر

د کورنيو چارو سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني هلمند ولايت ته د سفر پر مهال د کجکي برېښنا بند څخه ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې امنيتي مسٸولينو ته جدي لارښوونه وشوه چې په ټول توان دې د بنسټیزو پروژو ساتنه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کجکي بند څخه د لیدنې پرمهال د یاد بند له تخنيکي مسٸولينو او انجينيرانو سره هم وليدل او د هغوى د هڅو او زحمتونو ستاينه يې وکړه او لا يې وهڅول چې د داسې ټولګټو پروژو په کار کې تر وروستي حده زيار وباسي.

حقاني زیاته کړه چې د بنسټيزو پروژو ساتنه او پالنه افغانستان د ځان بسياينې په لور بيايي، دا ګډ مسٸوليت بايد په بشپړ صداقت ترسره کړو.

نوموړي په ټينګار سره وويل چې د داسې بنسټيزو پروژو رغول او ساتل د افغانستان اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي او باور لري چې پر خپلو پښو درېدلو لپاره ترټولو غوره لار همدا ده.

د یادولو وړ ده چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د هېواد سویل ته د خپل سفر په لړ کې تر دې دمه د کندهار او هلمند ولایت له یو شمېر دولتي مسوولینو، قومي مشرانو مخورو او بېلابېلو خلکو سره کتلي او له مختلفو دولتي اداراتو او سیمو څخه يې هم لیدنه کړې ده.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا