فرهنګ

د ځوانانو دچارو په معينيت کې روزنيز ورکشاپ جوړ شو .

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
د اطلاعاتو او فرهنګ د ځوانانو دچارو دمعينيت دکارکوونکو دظرفيت دلوړولو په مقصد نن په دغه معينيت کې روزنيز ورکشاپ جوړ   شو .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : 
د دغه ورکشاپ دپرانستلو په غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت  له ځوانانو دچارو معين  تيمورشاه اسحق زي  د  دغه ورکشاپ د  رول او ارزښت او   دغه  راز دځوانانو دکارى ظرفيتونو د  ودې او لوړولو او په دولتي ادارو کې د ادارې  فساد دجرړو  د ايستلو په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه  چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معينيت په هېواد کې ځوانانو ته دظرفيت جوړولو يوازينى مرکز  دى .
د ځوانانو دچارو معين  زياته کړه  : دغه روزنيز ورکشاپ د وخت د رهبر او مديريت
تر عنوان لاندې د ځوانانو دچارو معينيت د پروګرامونو درياست له خوا د روکيان 
دمشورتي مرکز په همکارۍ جوړ شوى دى .
په دې غونډه کې د روکيان  دمشورتي مرکز مسوول هم خبرې  وکړې او ويې ويل دغه روزنيز پروګرام د دوو ورځو لپاره  کافي نه دى او دامکان په صورت کې  بايد دغه پروګرام د دولسو مياشتو لپاره  دوام   ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته