امنیت

په فاریاب کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان په ګډون شپږ تنه مخالفین ووژل شول

کابل باختر د لیندۍ ۱۹ مه
د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قوماندان ملا نصرت په ګډون شپږ تنه مخالفین وژل شوي دي.
له ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان پرون له افغان ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د وژل شویو طالبانو د دوو تنو مړي د جنګ په ډګر کې پاتې شوي چې د افغان ځواکونو له خوا د سیمې د مخورو په مټ یې مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
ویل کېږي په دې نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته