خبرونهامنیتاقتصاد

د کورنیو چارو وزیر: سوداګر دې په ډاډه زړه پانګونه وکړي د بشپړ امنيت ډاډ ورکوو

کابل، زمري ۱۶مه، باختر

د کورنيو چارو سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني هلمند ولايت ته د خپل سفر په لړ کې د دې ولايت سوداګرو سره وکتل.

سرپرست وزیر په دې کتنه کې د سوداګرو ستونزې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې د امنيت له اړخه به د دوی ټولې غوښتنې حل کړي او پاتې ستونزې به يې هم د اسلامي امارت د مشرتابه په کچه مطرح او حل لارې به ورته ولټوي.

حقاني د هلمند مېشتو سوداګرو څخه وغوښتل چې خپلې پانګې په ياد ولايت کې پر کار واچوي تر څو د پرمختګ صلاحيت خپله د افغانانو په لاس کې پاتې شي.

نوموړي زیاته کړه چې سوداګر دې په ډاډه زړه پانګونه وکړي او د نورو آسانتیاوو ترڅنګ مونږ دوى ته د بشپړ امنيت ډاډ ورکوو

په کتنه کې هلمند مېشتو سوداګرو هم د دې ليدنې څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ يې ورکړ چې د اسلامي امارت له لوري د ملاتړ په شتون کې به دوى لا پانګونې ته زړه ښه کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د امنيت شتون د دې لامل شوى چې ډېرى سوداګران له هيواده بهر دې ته لېواله شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا