سیاست

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

کابل باختر د مرغومي د مياشتې ١٥:
د هېواد داساسي قانون ملي اونۍ، نن دمشرانو جرګې او د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کمېسيون له لوري دیوی ګډی غونډی په ترځ کی ،د ملي شورا په مقر کې ولمانځل شوه .
دمشرانو جرګۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دي غونډه کې چی يو شمېر سناتورانو، د دارالانشا لوی رئيس،کارکوونکو او يو شمېر ميلمنو ګډون درلود، د مشرانو جرګې لومړي نايب انجنير فرهاد سخي د ياد مجلس په استازيتوب د هېواد داساسي قانون د تصويب د ديارلسمې کليزي له امله مبارکي وويله او د مشرانو جرګې په کاري اجرااتو کې يې د دي قانون د ملاتړ او کارولو څخه يادونه وکړه، هيله يې څرګنده کړه چې د دولت درې ګوني قواوې دي د اساسي قانون او نورو قوانينو په رعایت کولو او بنسټيز کېدو کې دی په همغږي کار وکړي او نه دي پريږدي چې اساسي قانون د سياسي تعاملاتو په لړ کې نقض اوتر پښولاندی شي.
ورپسې د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کمېسيون رئيس قانون پوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي اساسي قانون ملي وثيقه او د قوانينو مور وګڼله، ويې ويل چې د هېواد د اساسي قانون احکام الزامي دي، بايد د دولت د درې ګونو قواوو له خوا تطبيق شي او زياته يې کړه د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کمېسيون تیار دي تر څو د اساسي قانون يو شمېر مادې چې ستونزې په کې شتون ولري تفصير کړي.
همدا راز په دي ناسته کې د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون مشر مولوي غلام محۍ الدين منصف او د مجلس منشي مولوي عبدالله قرلق هم د هېواد د اساسي قانون د ګټو په اړه رڼا واچوله، ويې ويل چې د قانون د پلي کېدو په صورت کې عدالت او امنيت رامنځته کيږي چې په خواشينۍ سره د هېواد اساسي قانون په ځينو مواردو کې د درې واړو قواو له خوا نقض شوي دي او هيله يې څرګنده کړه چې ولسمشر او نور مسئولان دی د قانون په پلي کېدو کې کوښښ او هڅې وکړي.
دغه راز دوي د ټولنې په ټولو افرادو د قوانينو د يو شان پلي کېدو په اړه د اسلام د ستر پېشوا حضرت محمد(ص) او خلفاي راشدينو د کلامي او عملي سنتونو څخه يادونه وکړه چې په اسلامي ټولنو کې د عدالت او ثبات د ټينګښت موجب شوې دي.
په دي غونډه کې سناتور عبدالباقي بريال يوه ټوټه حماسي شعر هم ولوست چې د حاضرينو د خوښي وړ وګرځيد.
د هېواد اساسي قانون ديارلس کاله مخکې د اساسي قانون لويې جرګې له خوا د ١٣٨٢ کال د ليندۍ د دوه ويشتمې څخه د مرغومي ١٤ مې پورې په دولسو فصلونو او ١٦٢ مادو کې تصويب او د ياد وخت د انتقالي دولت د رئيس حامد کرزي له خوا توشيح شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته