سیاستخبرونهامنیتTOP

د کورنیو چارو وزیر: موږ د مبارزې او سنګر ملګري د خپل وجود برخه ګڼو او په هېڅ حال يې نه هېروو

 کابل، زمري۱۷مه، باختر

د کورنيو چارو سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني د هېواد لویدیځ ته د سفر په لړ کې  نن دوشنبه په هلمند ولايت کې د تېرې شل کلنې مبارزې له ځينو ټپيانو سره وکتل او د هغوى د روغتيا پوښتنه يې وکړه.

سرپرست وزیر په دې کتنه کې هغوی ته په خطاب کې وویل: اوسنۍ ټولې لاسته راوړڼې ستاسو د قربانی او مبارزې پایله ده او په ټینګار سره يې وویل چې اسلامي امارت به دغه سترې قربانۍ هیرې نه کړي.

نوموړي همدا رنګه ولايتي مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چې د دغو ټپيانو درملنه کې له ټولو امکاناتو او توان څخه کار واخلي او د ولايت په کچه دې د ټولو ټپيانو منظم نوملړ ترتيب شي چې پر وخت رسېدنه ورته وشي.

سراج الدین حقاني همدا رنګه ژمنه وکړه چې هغو ټپیانو ته به بهر ته د لېږلو امکانات برابر کړي، چې په هېواد کې يې درملنه ستونزمنه وي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د خپلو شهیدانو سرښندنې او قربانۍ به هیڅکله هېرې نه کړي او د امکان تر بریده به ورسره مرسته او همکاري وکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا